افغان لوبغاړي فرید بشارت ویلي، سره له دې چې په پرلهپسې ډول یې ۱۶ بریاوې خپلې کړې دي، خو د یواېفسي (UFC) سازمان تر اوسه ورسره د نوي قرارداد لپاره اړیکه نه ده نیولې.
بشارت په خپله وروستۍ سیالۍ کې خپل حریف ته ماته ورکړه او خپله ۱۶مه پرلهپسې بریا یې ثبت کړه. نوموړی تر اوسه په مسلکي مبارزو کې هېڅ ماتې نه لري.
دغه ۲۸ کلن افغان لوبغاړي یوې امریکایي رسنۍ ته ویلي، د نوي قرارداد په اړه ورسره تر اوسه هېڅ خبرې نه دي شوي. هغه زیاته کړې چې د امتیازاتو پر ځای غواړي د خپل وزن له مشهورو او پیاوړو لوبغاړو سره مبارزه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








