TOOSnews
اعلان
فیفا افغان ښځینه فوټبالرانو ته  نړیوالو سیالیو ته د بېرته راستنېدو لار پرانیسته.
ورزشټوس نیوز

فیفا افغان ښځینه فوټبالرانو ته نړیوالو سیالیو ته د بېرته راستنېدو لار پرانیسته.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

دفوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) په خپلو قوانینو کې بدلونونه منظور کړي، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو د نړیوالو رسمي سیالیو کې بېرته ګډون کولو زمینه یې برابره کړي. د دې پرېکړې له مخې، افغان ښځینه لوبغاړې چې په بهر کې ژوند کوي، کولی شي د فیفا تر څارنې لاندې سیالیو کې ګډون وکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم په هیڅ رسمي نړیواله سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې. اوس دا نوي بدلونونه کولی شي د دې لوبغاړو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي چې بېرته نړیوالې سپورټي نړۍ ته راوګرځي.

دا بدلونونه د «فیفا د ښځو د فوټبال لپاره د افغانستان د عمل پلان» په چوکاټ کې راوتلي دي؛ یو پلان چې تېر کال د فیفا شورا لخوا تصویب شو. دا اقدام وروسته له دې وشو چې د «افغان وومن یونایټیډ» ټیم جوړ شو؛ ټیم چې د فیفا په ملاتړ د افغان ښځو فوټبالرانو لپاره د منظمې لوبې فرصتونه په بهر کې رامنځته کوي.

جیاني انفانټینو، د فیفا رئیس، وویل چې فیفا د «افغان وومن یونایټیډ» د جوړېدو پروسې څخه خوښ دی. هغه وویل چې د دې نوې پروژې هدف دا دی چې د افغان لوبغاړو لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي او همدارنګه هغو نورو فدراسیونونو ته مرسته وکړي چې د بېلابېلو دلایلو له امله د فیفا سیالیو کې د ملي ټیم ثبتولو امکانات نلري.

فیفا همدارنګه اعلان وکړ چې د «افغان وومن یونایټیډ» د نوي ټیم د ټاکلو پروسه پیل شوې ده. د دې پروسې له مخې، د انګلستان او اسټرالیا په سیمو کې د انتخابي غونډو ترسره کولو پلان شوي دي، او نږدې ۹۰ لوبغاړو ته حمایتي بستې هم ورکړل شوي دي.

تمه کېږي چې دغه ټیم د ښځو د نړیوال فوټبال په سیالیو کې د جون میاشت کې برخه واخلي. فیفا ویلي چې د سیالیو د حریفانو او د ترسره کېدو ځایونه به وروسته خپاره شي.

فیفا وایي چې دا اقدام د افغانستان په ښځو او نجونو باندې د پراخو بندیزونو په ځواب کې شوی دی، چې دا بندیزونه د تعلیم، کار او سپورټ په برخو کې موجود دي. دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې هېواد پرېږدي یا د خپلو مسلکي فعالیتونو د پراختیا مخه ونیسي.

په تیرو کلونو کې، د ښځو فوټبال ملاتړکونکو له فیفا غوښتنه کړې چې د تبعید شوو افغان لوبغاړو په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړي او د هغوی د مسلکي مسیر ملاتړ وکړي، ترڅو کورني بندیزونه د هغوی د ورزشي راتلونکي مخه ونه نیسي.

فیفا همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د افغانستان نه له ۱۶۰ څخه زیات لوبغاړي، ورزشي مقامونه او د فوټبال او باسکټبال په اړه د بشري حقونو فعاله شخصیتونه بهر ته ایستلي دي. فیفا وایي چې دغه نوي مقررات به د هغو فدراسیونونو لپاره هم عملي حل وړاندې کړي چې د کورنیو ستونزو له امله د ټیم ثبتولو توان نلري.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.