د آلمان پولیسو اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د شمال په اشتاده ښار کې د ښار په مرکز کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي. پولیسو همدارنګه ویلي چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.
اشتاده د آلمان د نیدرزاکسن ایالت یو ښار دی. تر اوسه د دې ډزو د انګېزې او لامل په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره شوي.
پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې د خپل امنیت د خوندي ساتلو لپاره د پېښې ځای ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د پولیسو لارښوونې په پام کې ونیسي.
د ان دي آر د راپور له مخې، په سیمه کې ګڼ شمېر د ژغورنې ځواکونه او د رواني ملاتړ سلاکاران هم حاضر دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








