د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د سویلي افریقا او چک جمهوریت د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه به د ښځینه داورانو د یوې ډلې له خوا قضاوت شي؛ دا به د نارینه وو د نړیوال جام په تاریخ کې دویم ځل وي چې یوه ښځینه دې داوري ډله د لوبې مسؤلیت پر غاړه اخلي.
د فیفا د اعلان له مخې، امریکایۍ داوره توري پنسو به د لوبې اصلي داوره وي او کاترین نسبیت او بروک مایو به د مرستیالو داورانو په توګه ورسره دنده ترسره کړي.
لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال د قطر نړیوال جام پر مهال و چې فرانسوۍ داورې سټیفاني فراپار د جرمني او کوسټاریکا ترمنځ لوبه قضاوت کړه او د نارینه وو د نړیوال جام په تاریخ کې یې د لومړۍ ښځینه داورې په توګه خپل نوم ثبت کړ.
فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره شپږ ښځینه داورانې او مرستیالې داورانې د سیالیو د رسمي چارواکو په لېست کې شاملې کړې دي. توري پنسو، کاتیا ګارسیا، کاترین نسبیت، بروک مایو، ساندرا رامیرز او تاتیانا ګوسمان هغه ښځینه داورانې دي چې په دغو سیالیو کې به برخه واخلي.
که څه هم د نړیوال جام د ۱۷۰ ټاکل شویو رسمي چارواکو او داورانو په ډله کې د ښځو شمېر لا هم محدود دی، خو د دویم ځل لپاره د هغوی حضور د دې ښکارندویي کوي چې د نړۍ د فوټبال په تر ټولو سترې سیالۍ کې د ښځینه داورانو رول ورځ تر بلې پیاوړی کېږي.
فیفا تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې د نړیوال جام لپاره د داورانو ټاکنه د تخنیکي معیارونو، تجربې او مسلکي وړتیاوو پر بنسټ ترسره کېږي او جنسیت په دې بهیر کې هېڅ رول نه لري. د نړۍ په مهمو فوټبالي سیالیو کې د ښځینه داورانو دوامداره حضور هم د همدې تګلارې څرګندونه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








