TOOSnews
اعلان
آلمان د طالبانو څلور نور ديپلوماټان هم ومنل.
نړۍټوس نیوز

آلمان د طالبانو څلور نور ديپلوماټان هم ومنل.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د آلمان حکومت تایید کړې چې د طالبانو څلور نور دیپلوماټان یې منلي او ټاکل شوې ده چې هغوی به په نږدې ورځو کې دغه هېواد ته ورسېږي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې، دا پرېکړه د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره شوې چې په جرمي قضیو کې محکوم شوي او افغانستان ته به ولېږدول شي.

تر دې وړاندې، د آلمان صدراعظم ټینګار کړی و چې برلین به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي. خو د دغو دیپلوماټانو منل د یو شمېر افغانانو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوي دي.

منتقدان وايي، دا ډول ګامونه د طالبانو د نړیوال مشروعیت او عادي کېدو لامل کېدای شي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د عادي کولو له هر ډول هڅو ډډه وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.