د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی دی چې د دې وزارت د “کتابونو د ارزونې کمېسیون” په ترڅ کې، د ۱۴۰۴ کال په جریان کې، ۹۲۹ ټوکه کتابونه له خصوصي کتابتونونو څخه راټول شوي دي.
دغه وزارت (یکشنبې، د غویي ۱۳ مه ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کتابونه د “اصولو او معیارونو سره د نه تطابق” له امله له کتابتونونو څخه ایستل شوي دي. په دې اعلامیه کې د کتابونو ډول یا د معیارونو په اړه نور تفصیلات وړاندې نه دي وړاندې شوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت همدارنګه توضیحات ندي ورکړي چې کوم آثارو او د کومو شاخصونو پر بنسټ غیر معیاري ګڼل شوي دي. دغه موضوع د کتابونو د ارزونې او راټولولو په بهیر کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
د اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه تحقیقي راپور کې چې د ۱۴۰۴ کال په پیل کې خپور شوی و، ویلي دي چې طالبانو په څو مواردو کې کتابونه د ایډئولوژیکو، مذهبي او قومي دلایلو له مخې له کتابتونونو څخه راټول کړي او د ځینو د خرڅولو مخه یې نیولې ده.
په دې راپور کې ویل شوي چې تر ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې پورې، په افغانستان کې د لږ تر لږه ۴۰۰ کتابونو چاپ، تکثیر، ساتنه او خرڅول منع شوي وو. دغو آثارو کې انتقادي کتابونه، د دیني نوي څېړنو په اړه لیکنې، د ښځو د حقوقو په اړه آثارو او حتی ځینې نړیوال مشهور رومانونه او ادبي آثار شامل وو.
همدارنګه راپورونه خپاره شوي چې ښيي ځینې مذهبي کتابونه چې د شیعه مذهب پورې اړه لري او هغه کتابونه چې ښځو لیکلي وي، له ځینو کتابتونونو څخه هم راټول شوي دي.
لیکواله:سلیمه آرایي








