د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې د هند ملي لوبډلې پر وړاندې د ۱۷۰ منډو په لوی توپیر ماته وخوړه. له دې بریا سره هند خپله پرلهپسې دویمه بریا ترلاسه کړه او د لړۍ اتلولي یې د وروستۍ لوبې له ترسره کېدو مخکې یقیني کړه.
دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د لکهنو په لوبغالي کې ترسره شوه. افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه.د هند لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰۲ منډې جوړې کړې. د هند لپاره کپټان شبمن ګېل ۱۵۴ او ایشان کېشان ۱۲۵ منډې وکړې او د دې سترې مجموعې په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان د توپاچوونکو له ډلې ننګیالي خروټي څلور او راشد خان ارمان درې ویکټې واخیستې او ښه ځلېدلي وو.
افغانستان د ټاکل شوي هدف په تعقیب کې بریالی نه شو او په ۴۴.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي د ۷۹ او صدیق الله اتل د ۴۲ منډو په جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې وکړې.
د هند په لوبډله کې ارشدیپ سینګ او ګورنور برار هر یوه درې ـ درې ویکټې واخیستې او د افغانستان د منډو په محدودولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۳۰مه د چینای په لوبغالي کې ترسره شي. دا لوبه به یوازې تشریفاتي بڼه ولري، ځکه چې د هند اتلولي لا دمخه یقیني شوې ده.
بل پلو، د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې رحمان الله ګربز په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ۲۰۰۰ منډو پړاو ته رسېدلی او د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې اووم لوبغاړی شوی چې دې لاسته راوړنې ته رسېږي. نوموړي دا ریکارډ د ملي لوبډلې لپاره په خپله ۵۴مه یو ورځنۍ لوبه کې ثبت کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








