TOOSnews
اعلان
هند د امریکا له بندیزونو پرته د ایران په چابهار بندر کې د فعالیتونو د دوام په لټه کې دی.
اقتصاديټوس نیوز

هند د امریکا له بندیزونو پرته د ایران په چابهار بندر کې د فعالیتونو د دوام په لټه کې دی.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هند اعلان کړی چې د امریکا له بندیزونو څخه د بیا معافیت د ترلاسه کولو لپاره د یوې لارې په لټه کې دی، څو وکولای شي په چابهار بندر کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د دې پروژې لپاره د امریکا د بندیزونو معافیت د غويي په ۶مه، چې د اپرېل له ۲۶مې سره سمون لري، پای ته رسېدلی دی.

دغه معافیت هند ته اجازه ورکوله چې د امریکا له بندیزونو سره له مخ کېدو پرته د چابهار بندر په پراختیا او اداره کې ونډه واخلي. ځکه چې دغه بندر په ایران کې موقعیت لري، په عمومي ډول د ایران پر وړاندې د امریکا د پراخو بندیزونو له ډلې څخه شمېرل کېږي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر لپاره ځانګړی معافیت صادر کړی و. د دې پرېکړې موخه د افغانستان د سوداګرۍ او بیارغونې ملاتړ او د دغه هېواد لپاره ازادو اوبو ته د لاسرسي برابرول بلل شوي وو. له همدې امله، هند سره له دې چې پر ایران بندیزونه لګېدلي وو، اجازه درلوده چې د دې بندر اړوندو پروژو کې ګډون وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي کیرتي وردان سېنګ د دغه هېواد د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د چابهار بندر د هند او افغانستان ترمنځ د ترانسپورټي او سوداګریزې لارې د جوړولو په هدف پراختیا موندلې ده.

دغه معافیت په راتلونکو کلونو کې څو ځله وغځول شو، خو د امریکا حکومت په ۲۰۲۵ کال کې د ایران پر وړاندې د «اعظمي فشار» د پالیسۍ په چوکاټ کې یاد معافیت لغوه کړ. له هغې وروسته، هند چابهار بندر کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له امریکايي چارواکو سره خبرې پیل کړې او په ځینو پړاوونو کې یې لنډمهاله او محدود معافیتونه ترلاسه کړل.

هند ویلي چې د چابهار بندر له لارې غواړي د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا له هڅو سره مرسته وکړي او همدارنګه له منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي. د هند یو دولتي شرکت له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دغه بندر د ځینو عملیاتو مدیریت پر غاړه لري.

نوي ډیلي د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ایران د بندرونو او سمندري چارو له ادارې سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې ژمنه کړې وه چې د چابهار بندر په پروژه کې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي. د هند حکومت وایي چې دغه ټوله اندازه یې ورکړې ده او وروستۍ برخه یې د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې ایران ته انتقال کړې ده.

هندي چارواکي اوس هڅه کوي داسې حل‌لاره ومومي چې له مخې یې په چابهار بندر کې د دغه هېواد فعالیتونه د امریکا د بندیزونو له ماتولو پرته دوام ومومي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.