TOOSnews
اعلان
د کرکې پر ضد نړیواله ورځ : کرکه طبیعي نده بلکې زده کېږي.
کلتور او هنرټوس نیوز

د کرکې پر ضد نړیواله ورځ : کرکه طبیعي نده بلکې زده کېږي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګري ملتونه د کرکې خپرولو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت وایي چې کرکه فطري یا طبیعي پدیده نه ده، بلکې د ټولنیزو شرایطو، چاپېریال او زده‌کړې له لارې رامنځته کېږي، او همدغو لارو یې مخنیوی او له منځه وړل هم شوني دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې ورته پیغام خپور کړی او ویلي یې دي: «هیڅوک د کرکې لپاره نه دي زېږېدلي. کرکه زده کېږي او بیا یې له منځه وړل هم شوني دي.»

ملګري ملتونه هر کال د جون په ۱۸مه د «کرکې خپرولو پر ضد نړیواله ورځ» نمانځي، څو نړیوالې ټولنې ته یادونه وکړي چې د کرکې وینا او نفرت خپرول د بشري حقونو، ټولنیز ثبات او نړیوالې سولې لپاره جدي ګواښ دی.

یاد سازمان ټینګار کوي چې د کرکې وینا یوازې لفظي یا ژبنۍ ستونزه نه ده، بلکې کولای شي د تبعیض، تاوتریخوالي او حتی پراخو بشري ناورینونو لامل شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په اوسني ډیجیټل عصر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د کرکې خپرول په چټکۍ سره پراخېږي، چې دا د بېلابېلو قومونو، مذهبونو او ټولنیزو ډلو ترمنځ واټن زیاتوي او د شخړو خطر لوړوي.

ملګري ملتونه له حکومتونو، رسنیو، ټکنالوژۍ شرکتونو او مدني ټولنو غواړي چې د زده‌کړو، عامه پوهاوي او قانوني چوکاټونو د پیاوړتیا له لارې د کرکې وینا پر وړاندې ګډ اقدام وکړي، په داسې حال کې چې د بیان د ازادۍ اصول هم وساتل شي.

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې که د کرکې خپرولو پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو دا به نه یوازې ټولنیز بېلتون زیات کړي، بلکې د نړیوالو شخړو خطر به هم لا لوړ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.