TOOSnews
اعلان
د سپاه مرستیال: د هرمز تنګی به هغه مهال پرانیستل شي چې امریکا د اسلام‌اباد تړون عملي کړي.
نړۍټوس نیوز

د سپاه مرستیال: د هرمز تنګی به هغه مهال پرانیستل شي چې امریکا د اسلام‌اباد تړون عملي کړي.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال، یدالله جواني، ویلي چې د جګړې پای باید د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک پر بنسټ ترسره شي او د هرمز تنګي بیا پرانیستل هم په دغه تفاهم‌لیک کې د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي.

جواني له «باشگاه خبرنگاران جوان» سره په خبرو کې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلوېزیون له ادارې سره تړاو لري، ویلي: «جګړه باید د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک پر بنسټ پای ته ورسېږي او د هرمز تنګی هغه مهال پرانیستل کېږي چې امریکایان په دغه تفاهم‌لیک کې خپلې ژمنې عملي کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري ۲۶مه، چې د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۱۷مې سره برابره ده، هغه ۶۰ ورځنی مهلت پای ته رسېږي چې ټاکل شوې وه په ترڅ کې یې ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو، د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه یوې پراخې هوکړې ته ورسېږي.

خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې او دواړه هېوادونه تر بل هر وخته ډېر د اوږدې مقابلې د دوام لپاره چمتووالی نیسي.

جواني همداراز ویلي چې «هېڅکله به د هرمز تنګی او پر هغه حاکم ترتیبات له جګړې مخکې حالت ته بېرته ستانه نه شي.» هغه ادعا کړې چې امریکا، اسرائیل او د هغوی متحدانو له میاشتو راهیسې هڅه کړې چې د هرمز تنګي کنټرول له ایران څخه واخلي، خو په دې برخه کې نه دي بریالي شوي.

د سپاه سیاسي مرستیال زیاته کړې چې اوس هغه څه چې د ایران او عمان ترمنځ د اوبو د لارې په توګه د هرمز تنګي په اړه مطرح کېږي، د جګړې له پای ته رسېدو او د هغې د قطعي کېدو وروسته دورې پورې اړه لري.

جواني د یکشنبې په ورځ هم ویلي وو چې د جګړې پیل کوونکی «دښمن» و او د ایران اقدامات دفاعي بڼه لري؛ خو د نوموړي په وینا، دغه اقدامات ښايي په راتلونکي کې تعرضي بڼه خپله کړي.

هغه همداراز ټینګار کړی و چې د اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه به د صادرو شویو حکمونو پر بنسټ نوې تګلارې غوره کړي او د هېواد د دفاع، د امنیت د تأمین او د ګواښونو د شنډولو لپاره به د اړتیا پر مهال اقدام وکړي.

تر دې وړاندې، محمدرضا نقدي، د سپاه پاسداران د قوماندان له سلاکارانو څخه، هم د اسلامي جمهوریت د پوځي تګلارې د دفاعي دوکتورین څخه تعرضي تګلارې ته د بدلولو په اړه د پرېکړې خبر ورکړی و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.