TOOSnews
اعلان
د اسرائيل لومړی وزير نتنياهو له ټرمپ سره د ليدنې په موخه امريکا ته لاړ.
نړۍټوس نیوز

د اسرائيل لومړی وزير نتنياهو له ټرمپ سره د ليدنې په موخه امريکا ته لاړ.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نتانیاهو د ایران په اړه له ټرامپ سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته ولاړ.

د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی دی چې هغه د دوشنبې په ورځ د زمري ۵مه له غرمې مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرامپ سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.

نتانیاهو ویلي چې له ټرامپ سره په لیدنه کې به د «په اجنډا کې د شاملو مسایلو» په ګډون د ایران د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي. د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر هم اعلان کړی چې دا لیدنه به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ترسره شي.

د اسرائيل د لومړي وزیر د دفتر د معلوماتو له مخې، نتانیاهو به له ترامپ سره له لیدنې وروسته د سناتور لېندزي ګراهام د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه تر دې وړاندې دا امریکایی سناتور «د اسرائيل لوی دوست» بللی و.

نتانیاهو پرون د اسرائيل د کابینې په غونډه کې امریکا ته د خپل سفر په اړه وویل چې له ډونالد ټرامپ سره به د ټولو روانو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران د وضعیت په اړه مشورې وکړي.

دا سفر په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو شدت کم شوی دی. اکسیوس رسنۍ تر دې وړاندې د خبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان برډ کوپر د ټرامپ حکومت ته وړاندیز کړی چې د هرمز تنګي شاوخوا کې بمباري بنده کړي، ځکه د هغه په وینا دا عملیات د اغېزمنتیا وروستي حد ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، نیویارک پوسټ ورځپاڼې د زمري په درېیمه د یوې باخبره پوځي سرچینې او یو شمېر کارپوهانو له قوله راپور ورکړی و چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د امر ترلاسه کولو په صورت کې د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د بډایه شویو یورانیمو د لېږدولو د عملیاتو لپاره چمتو دي؛ هغه عملیات چې د یوه تر ټولو پېچلي پوځي عملیات په توګه ترې یادونه شوې ده.

بلخوا، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران به امریکا ته اجازه ورنکړي چې د جګړې او سولې وخت وټاکي. هغه همدا راز اعلان وکړ چې له امریکا سره د تفاهم لیک پلي کول ودرول شوي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې روانې نه دي.

بقايي همدا راز له امریکا سره د اسلامي جمهوریت له خوا د مذاکرې غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې منځګړي د واشنګټن له لوري پیغامونه لېږدوي، خو په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ مذاکره په جریان کې نه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.