د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، سږ کال د دغه ولایت د تازه او وچو مېوو صادراتو ټولیز حجم د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۶۴ سلنه زیات شوی، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د انګورو صادرات ۹۵ سلنه کم شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، تېر کال د دغه ولایت د تازه او وچو مېوو د صادراتو ټولیزه کچه ۱۱۱ زره او ۴۹۶ ټنه وه، خو سږ کال دغه کچه ۲۹۴ زره ټنو ته رسېدلې ده.
د نوموړي په وینا، د کندهار د تازه مېوو، په ځانګړې توګه د انګورو، صادرات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله ۹۵ سلنه کم شوي دي.
بینا وايي، تېر کال په کندهار کې څه باندې ۴۴ زره ټنه انګور حاصل شوي وو، چې له دې ډلې ۴۳ زره ټنه پاکستان ته صادر شوي وو؛ خو سږ کال د انګورو د حاصلاتو په موسم کې تر اوسه نږدې زر ټنه انګور بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د دغه ولایت تازه او وچې مېوې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.
په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وايي، د دې لپاره چې انګور یې خوسا او ضایع نه شي، اوس یې په ممیزو بدلوي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتي چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګر وکولای شي خپل فعالیتونه په سمه توګه ترسره او خپل محصولات پر وخت بهرنیو بازارونو ته ورسوي.
لیکوال:سعید سمیر








