د امریکا ولسمشر،ډونالډ ټرامپ، اعلان وکړ چې د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیوېټ به د روانې میاشتې په پای کې له خپلې دندې استعفا وکړي. د ټرمپ په وینا، لیوېټ غواړي له دې دندې وروسته ډېر وخت له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره تېر کړي.
ټرمپ په «ټروت سوشیال» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې لیوېټ به له خپلې دندې تر استعفا وروسته د حکومت له چوکاټه بهر د هغه د یوې لوړپوړې سلاکارې په توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې لیوېټ به لا هم د جمهوري غوښتونکي ګوند په دننه کې د پام وړ اغېز لرلی شي.
د امریکا ولسمشر د لیوېټ د کړنو ستاینه کړې او هغه یې د سپینې ماڼۍ له تر ټولو غوره ویاندویانو څخه بللې ده. ټرمپ ویلي چې دا باوري مرستیاله به د جمهوري غوښتونکو لپاره د راتلونکو منځمهاله ټاکنو د بریا په هڅو کې هم رول ولوبوي.
ټرمپ همدارنګه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د لیوېټ د فعالیتونو قدرداني کړې او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین او د جمهوري غوښتونکو د انتخاباتي ټیم ترڅنګ د هغې د فعالیتونو ستاینه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








