مهران پوپل، د افغانستان یو پېژندل شوی پښتو ژبی شاعر، په خپل فېسبوک پاڼه کې د طالبانو له خوا د خپل بند او شکنجې د دورې انځورونه خپاره کړي او د هرات د سقوط د ورځو یو شمېر خاطرې یې بیان کړي دي.
پوپل لیکلي چې کله یې د جمعهګل زندهجاني، د زندهجان ولسوالۍ پخواني ولسوال، په فېسبوک پاڼه کې د یوه بل انځور لټون کاوه، له دوو انځورونو سره مخ شو چې د هغه لپاره یې ګڼې خاطرې راژوندۍ کړې. د هغه په وینا، دغه انځورونه نه یوازې د پخوانیو محفلونو او پروګرامونو یادونه کوي، بلکې د هرات د سقوط ورځې او د خپل بند وخت هم ورپه یاد کړی دی.
دغه افغان شاعر ویلي چې د هرات د سقوط په دویمه ورځ ونیول شو او وروسته زندهجان ولسوالۍ ته ولېږدول شو، چېرې چې د همدې انځورونو د شا په ودانۍ کې شکنجه شوی و. هغه زیاته کړې چې وروسته د همدې ودانۍ یوې خونې ته انتقال شوی و.
د پوپل په وینا، ټاکل شوې وه چې د بلې ورځې په سهار په زندهجان بازار کې د هغه د اعدام حکم عملي شي، هغه حکم چې څو میاشتې مخکې له سقوط څخه د طالبانو له خوا د ارتداد په تور صادر شوی و. خو دی ادعا کوي چې په هماغه شپه په “معجزوي” ډول وتوانېد چې ځان وژغوري او وتښتي.
هغه همدارنګه لیکلي چې د تېښتې وروسته یې د خپل بند، شکنجې او ژغورنې کیسه خپره کړه، خو ځینو کسانو، په ځانګړي ډول نږدې ملګرو یې، دا کیسه نه وه منلې. د هغه په وینا، شاوخوا دوه کاله وروسته وتوانېد چې په ډېر لګښت او هڅو یو ویډیويي فایل او یو انځور ترلاسه کړي چې د طالبانو له خوا د هغه د نیولو په شپه ثبت شوی و.
پوپل زیاتوي چې یاده ویډیو هغه مهال د ځینو رسنیو له خوا خپره شوه او تازه خپور شوی انځور یې د لومړي ځل لپاره له خپلو مخاطبانو سره شریک کړی دی.
هغه همدارنګه ویلي چې د دې ویډیو له خپرېدو وروسته ځینو هغو کسانو چې مخکې یې د هغه کیسه رد کړې وه، بخښنه ترې وغوښته، خو دی دا موضوع ډېره مهمه نه بولي. د هغه په وینا، ځینې نور لا هم ادعا کوي چې ویډیو جعلي ده او په ایران کې ثبت شوې ده.
مهران پوپل په پای کې لیکلي چې د انځورونو د دیوالونو رنګ او د غالۍ جزئیات پرتله کول ښايي شکمنو کسانو ته د حقیقت په روښانه کولو کې مرسته وکړي، که څه هم د هغه په وینا دا موضوع ورته ډېره مهمه نه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








