TOOSnews
اعلان
مجيد قرار: طالبان د پاكستان پر وړاندې نه، بلكې د افغانانو پر ضد لومړۍ كرښې ته ځي.
افغانستانټوس نیوز

مجيد قرار: طالبان د پاكستان پر وړاندې نه، بلكې د افغانانو پر ضد لومړۍ كرښې ته ځي.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغان لیکوال او ټولنیز فعال مجید قرار د طالبانو پر جګړه‌ییزو تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان پر وړاندې د شخړو پر مهال د طالبانو لوړپوړي نظامي چارواکي لومړۍ کرښې ته نه تلل، خو د افغانانو پر ضد جګړو کې لوی او واړه قوماندانان د جګړې لومړۍ لیکې ته استول کېږي.

قرار په یوه څرګندونه کې ویلي، له پاکستان سره د طالبانو د ادعا شوې جګړې پر مهال حتی ټیټپوړي نظامي مشران هم لومړۍ کرښې ته نه وو تللي، خو اوس چې جګړه له افغانانو سره ده، لوړپوړي او ټیټپوړي قوماندانان ټول د جګړې په لومړۍ کرښه کې لیدل کېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې طالبان "د افغانانو دښمنان" بللي دي.

د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه، د دغو نښتو له دوام وروسته د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس هم د نامعلومو وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.