د اوګاندا د ختیځې افریقا یوې ښځې، مریم نباتانزي، د ژوند کیسه د نړۍ د څوګونو ماشومانو د زېږون له نادرو او د پام وړ پېښو څخه ګڼل کېږي. نوموړې په رسنیو کې د «اوګاندا مور» په نوم پېژندل کېږي او ژوند یې د رسنیو او متخصصینو پراخه پاملرنه ځان ته اړولې ده.
د راپورونو له مخې، مریم نباتانزي تر ۴۰ کلنۍ مخکې ټولټال ۴۴ ماشومان زېږولي دي؛ دا موضوع هغه د څوګونو امیندوارۍ له نادرو بېلګو څخه ګرځوي.
هغې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې په اوګاندا کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۲ کلنۍ کې یې واده وکړ. د هغې لومړنی زېږون په ۱۳ کلنۍ کې وشو چې پایله یې د غبرګونو ماشومانو زېږېدل وو، او همدا د هغې د پرلهپسې امیندوارۍ پیل وګرځېد.
وروسته هغې څو ځله د غبرګونو، درېګونو او څلورګونو ماشومانو امیندوارۍ تجربه کړې. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د هغې د زېږونونو مجموعه شپږ ځله غبرګوني، څلور ځله درېګوني او درې ځله څلورګوني ماشومان وو.
سره له دې چې هغې ډېر ماشومان زېږولي، خو یو شمېر یې د ماشومتوب په لومړیو کې مړه شوي دي. په وروستیو کلونو کې راپور ورکړل شوی چې هغې شاوخوا ۳۸ ژوندي ماشومان لوی کړي او د هغوی د پالنې مسؤلیت یې پر غاړه دی.
ډاکټرانو د دې حالت اصلي لامل یوه نادره هورموني ناروغي بللې چې «هایپراوولیشن» نومېږي. په دې حالت کې تخمدانونه د هرې میاشتني دورې پر مهال څو هګۍ خوشې کوي، چې له امله یې د څوګونو امیندوارۍ احتمال ډېر لوړېږي.
متخصصینو هم ویلي چې د هغې د ځانګړي جسمي حالت له امله، د امیندوارۍ د مخنیوي ځینې عادي لارې د هغې لپاره مناسبې او خوندي نه ګڼل کېدې.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د مریم نباتانزي مېړه کورنۍ پرېښوده، او له هغه وخت راهیسې هغې یوازې د خپلو ګڼو ماشومانو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه واخیست. نوموړې د سیمې د کوچنیو کارونو له لارې د ژوند لګښتونه برابروي.
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، هغه له خپلو ۳۸ ژوندیو ماشومانو سره د اوګاندا په یوه کلیوالي سیمه کې اوسېده. راپورونه ښيي چې د هغې کورنۍ په یوه ساده کور کې، چې څو وړې خونې یې لرلې، ژوند کاوه او ماشومان به په دوهپوړیزو کټونو یا ګډو توشکو ویده کېدل.
مریم نباتانزي د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره بېلابېل کارونه کوي؛ لکه د سیمې ارایشګري، د بوټو درملو پلور او نور کوچني کلیوالي کارونه. له اقتصادي ستونزو سره سره، هغې هڅه کړې چې خپل ماشومان زدهکړو ته ورسوي، خو د دومره لویې کورنۍ د تعلیم لګښتونه ډېر درانه بلل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








