TOOSnews
اعلان
مريم سما: د خامنه يي جنازه د ديكتاتورانو او ترهګرو د راټولېدو ځاى دى.
نړۍټوس نیوز

مريم سما: د خامنه يي جنازه د ديكتاتورانو او ترهګرو د راټولېدو ځاى دى.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما، د ایران د مذهبي مشر د جنازې په مراسمو کې د ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي د ګډون په غبرګون کې ویلي، د تهران دغه مراسم د «دیکتاتورانو او ترهګرو د راټولېدو ځای» ګرځېدلي دي.

مریم سما په خپل غبرګون کې لیکلي، «ترهګر د خپل یوه هم‌ریښه دیکتاتور د جنازې د خښولو مراسمو لپاره تهران ته ځي.»

هغې زیاته کړې چې ایران د دغو مراسمو د ګډون لپاره ګڼ شمېر افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو ته هم وړیا ویزې ورکړې دي.

د نوموړې په وینا، هغه کسان چې دغو مراسمو ته ځي، یا د دې ترهګرو هم‌ریښه او همفکره دي، او یا هم پر خپل ځان پورې خاندي؛ ځکه د هغې په خبره، ایران هغوی ته د انسان په سترګه نه ګوري او په ځلونو یې افغانان د ایران په دننه او پولو کې وهلي، سپک کړي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

مریم سما ویلي، سره له دې چې دغه چلند روان دی، بیا هم ځینې کسان د داسې یوه دیکتاتور د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي چې د هغې په وینا، «لاسونه یې د زرګونو انسانانو په وینو سره دي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د ایران د سرحدي او امنیتي ځواکونو له لوري د افغانانو د وهلو او وژل کېدو راپورونه هم زیات شوي دي. د وروستیو راپورونو له مخې، تازه څلور د ننګرهار اوسېدونکي او یو د کاپیسا اوسېدونکی د ایراني پوله‌ساتو له لوري وژل شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.