د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا، په تېرو درېیو ورځو کې ۱۵۳۰ افغان وګړي د دوغارون سرحدي لارې له لارې ایران ته داخل شوي، څو د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر، علي خامنهیي، د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د تایباد ولسوالۍ والي، حسین جمشیدي،ایرنا دولتي خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان د کابل، هرات، کندهار، مزارشریف، غزني، دایکنډي او هلمند ولایتونو څخه، په انفرادي ډول او همدارنګه د کاروانونو په بڼه ایران ته تللي دي. د هغه په وینا، له قانوني تشریفاتو وروسته دغه کسان په ۳۵ بسونو کې د مشهد ښار ته لېږدول شوي دي.
د تایباد والي زیاته کړه چې افغان وګړي یوازې د سېشنبې تر پایه فرصت لري چې د دوغارون له پولې ایران ته داخل شي. د هغه په وینا، د دغو کسانو د منلو بهیر هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې د سیمې پر وخت ترسره کېږي.
جمشیدي همدارنګه ویلي چې هغه افغانان چې د دغو مراسمو لپاره ایران ته تللي، باید د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه بېرته افغانستان ته ستانه شي. هغه زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د خپلو څلورو قونسلګریو له لارې د دغو مراسمو د ګډون لپاره ۲۵۰۰ ځانګړې ویزې صادرې کړي دي.
د تایباد د والي په وینا، په همدې وخت کې د تایباد ولسوالۍ له ۱۷۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکو، چې شیعه او سني دواړه پکې شامل دي، هم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده. هغه وویل، که هغه کسان هم وشمېرل شي چې په شخصي موټرو مشهد ته تللي، نو د دې ولسوالۍ د ګډونوالو شمېر له ۵۰۰۰ څخه اوړي.
ایران په داسې حال کې یو شمېر افغان وګړو ته ځانګړې ویزې ورکړې چې د بېلابېلو سرچینو په وینا، شاوخوا یو کال کېږي د افغان وګړو لپاره د عادي ویزو صادرول درېدلي دي.
د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، د عادي ویزو د صادرېدو د بندېدو له امله په تور بازار کې د ایراني ویزو پېر او پلور زیات شوی دی. د دغه راپور له مخې، د ایران د سیاحتي ویزې بیه د ۸۰ زرو او ۱۵۰ زرو افغانیو ترمنځ، او د کاري ویزې بیه د ۴۵ زرو او ۶۰ زرو افغانیو ترمنځ اخیستل او پلورل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








