د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او جلالاباد ښار کې د طالبانو د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون د بازار د څارنې په لړ کې د سرغړونو له امله یوه د خښتو بټۍ او څلور نانوایۍ تړلي دي.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ د ټاکل شوي نرخ څخه د لوړ پلور او په بیل کې د رسمي نرخ د نه درج کولو له امله تړل شوې ده. مسوولینو ویلي چې له ټاکل شوي نرخ څخه سرغړونه د منلو وړ نه ده او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
په ورته وخت کې، د جلالاباد ښار په کابل هډې او عبدالحق مېنې سیمو کې څلور نانوایۍ د کم وزنه او ټیټ کیفیت لرونکې ډوډۍ د پخولو له امله تړل شوې دي. چارواکي وايي دا اقدام د نانوایانو د فعالیت د څارنې او د خلکو لپاره د معیاري ډوډۍ د برابرولو په هدف شوی دی.
کمیسیون زیاته کړې چې له یو شمېر نورو نانوایانو څخه یې د سرغړونو د نه تکرارولو ژمنې هم اخیستي او په بازارونو کې یې له هټیو څخه د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








