TOOSnews
اعلان
په افغانستان كې يوازې ٣٣ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسى لري.
اقتصاديټوس نیوز

په افغانستان كې يوازې ٣٣ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسى لري.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې په کلیوالو سیمو کې دا کچه تر ۲۰ سلنې هم کمه ده.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي کلنی د انرژۍ مصرف شاوخوا ۷۰۰ کیلوواټه ساعت دی، چې د نړیوال اوسط په پرتله نږدې ۳۰ برابره ټیټ بلل کېږي. یاد سازمان ټینګار کړی چې دا وضعیت د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې ودې پر وړاندې یوه جدي ننګونه ده.

راپور زیاتوي چې د پاکې انرژۍ پراختیا یوازې د چاپېریال ساتنې موضوع نه ده، بلکې د خلکو د ژوند، معیشت او انساني کرامت سره مستقیم تړاو لري. د راپور له مخې، په ګڼو کلیوالو سیمو کې ښځې لا هم اړ دي چې د سون توکو د برابرولو لپاره اوږده واټنونه ووهي او بوټي راټول کړي.

یو اېن ډي پي خبرداری ورکړی چې د جامدو سون توکو کارول د کور دننه د هوا د ککړتیا لامل کېږي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، روغتیا او پرمختیایي فرصتونه له ګواښ سره مخ کوي.

دغه سازمان ویلي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره یې په افغانستان کې د بیا رغېدونکې انرژۍ ګڼې پروژې پلي کړي دي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د انرژۍ پروګرامونو له لارې تر ۶ زرو زیات مرکزونه په لمریزو برېښنايي سیستمونو سمبال شوي دي.

په دغو مرکزونو کې له ۵ زرو ۴۲۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه، له ۸۰۰ څخه ډېر ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات سوداګریز مرکزونه شامل دي. راپور وایي چې دا پروژې هر کال د ۳۳ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخه نیسي او د ۱۲ میلیونه لیټره ډیزلو مصرف کموي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.