TOOSnews
اعلان
پاکستان د افغانستان پر وړاندې په بریا سره د «الماس جوبیلي» جام اتل شو.
ورزشټوس نیوز

پاکستان د افغانستان پر وړاندې په بریا سره د «الماس جوبیلي» جام اتل شو.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان د ملي لوبډلې پر وړاندې د «الماس جوبيلي» سیالیو په پایلوبه کې د ۲ پر ۰ په بریا سره د دې ټورنمنټ اتلولي وګټله.

دا لوبه چهارشنبې د غبرکولي ۲۰ مه د ماښام ۸:۳۰ بجې، د مالدیف په کوربه‌توب ترسره شوه او د پاکستان په بریا پای ته ورسېده.

د پاکستان لوبغاړو په دې سیالۍ کې هم لکه د ګروپي پړاو د لوبې په څېر د افغانستان پر وړاندې، لرومړی ګول په لومړۍ نیمایي کې وواهه او دوهم ګول یې د دوهمې نیمایي په وروستیو دقیقو او اضافي وخت کې د افغانستان په دروازه کې ثبت کړ.

د پاکستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم د ګروپي پړاو په لوبه کې افغانستان ته ۲ پر ۰ ماتې ورکړې وه.

پاکستان بې له کومې ماتې د پای لوبې ته رسېدلی و او د همدې تسلسل په ساتلو سره یې د اتلولۍ جام خپل کړ. په مقابل کې افغانستان د مالدیف پر وړاندې له بریا، له بنګله‌دېش سره له بې‌ګولې مساوي او د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته پایلوبې ته رسېدلی و.

د دې سیالیو په پای کې پاکستان د «الماس جوبیلي» ټورنمنټ اتل شو او افغانستان دوهم مقام خپل کړ.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.