TOOSnews
اعلان
پاكستان: د افغانستان د لارو تړل كېدو زموږ سوداکرۍ ته ١.١ ميليارده ډالره زيان اړولى.
اقتصاديټوس نیوز

پاكستان: د افغانستان د لارو تړل كېدو زموږ سوداکرۍ ته ١.١ ميليارده ډالره زيان اړولى.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستاني چارواکو په وینا، له افغانستان سره د ډیورند کرښې د مهمو لارو تړل کېدو او په سیمه کې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱.۴ میلیارده ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، دغه معلومات د پاکستان پارلمان یوې کمېټې ته وړاندې شوي دي. په راپور کې راغلي چې د افغانستان له لارې د تګ راتګ محدودېدل او د فارس خلیج په ځینو لارو کې سیاسي او امنیتي بې‌ثباتي د پاکستان پر صادراتو او ټرانزیټي فعالیتونو ژور اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو سرحدي دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې درولې ده.

ورکړل شوي معلومات ښيي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د روان کال تر اپرېل میاشتې شاوخوا ۸۵.۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي، حال دا چې دغه کچه د تېر کال په همدې موده کې له ۸۱۸ میلیونه ډالرو څخه زیاته وه.

راپور زیاتوي چې د لارو د بندېدو له امله زرګونه کانټینرونه په بندرونو او سرحدي دروازو کې بند پاتې شوي دي. د دې وضعیت له کبله د درملو، خوراکي توکو، سمنټو او نورو صنعتي محصولاتو لېږد هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

پاکستاني چارواکي وایي، د ټرانزیټي لارو ګډوډي نه یوازې له افغانستان سره سوداګري زیانمنه کړې، بلکې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو بهیر او د خلیج هېوادونو بازارونو ته لاسرسی یې هم کمزوری کړی دی.

هغوی خبرداری ورکړی چې که سیمه‌ییز کړکېچ او د لارو بندښت دوام وکړي، د پاکستان سوداګریز زیانونه به لا پسې زیات شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.