د قم ولایت د کیفري محکمې په ایران کې،سندر غاړې پرستو احمدي او د «کاروانسرا کنسرت» په نوم د پروګرام د اته نورو همکارانو او موسیقي غږوونکو ته د تعزیري دورو، د هنري فعالیت په بندیز او له هېواد څخه په نه وتلو محکوم کړي.
د صادر شوي حکم له مخې، هر یو له دغو کسانو څخه په ۷۴ دورو تعزیري سزا، د موسیقۍ او هنري برخې په هر ډول صنفي فعالیت کې د دوو کلونو بندیز، او له هېواد څخه د دوو کلونو لپاره په نه وتلو محکوم شوي دي. دا حکم همدارنګه د محکومیت د پرېکړې په عامه رسنیو کې د خپرولو حکم هم لري.
په دې قضیه کې، د قم ولایت کیفري محکمې د ایران د سزا قانون او د سایبري جرایمو قانون ځینې مادو ته په استناد سره د متهمانو دفاع رد کړې او هغوی یې «په مجازي فضا کې د مبتذلو او د عامه اخلاقو خلاف محتوا د تولید او خپرولو له لارې د عامه عفت د سپکاوي» په تور محکوم کړي دي.
صادر شوی حکم لومړنی دی او د قضایي قوانینو له مخې، دغه کسان کولای شي په قانوني موده کې د دې پرېکړې پر ضد اعتراض یا د استیناف غوښتنه وکړي.
د «کاروانسرا کنسرت» ویډیو د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې د پرستو احمدي په یوټیوب چینل کې خپره شوه او په لنډ وخت کې یې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه رامنځته کړل. دا ویډیو د خپرېدو په لومړیو څو ساعتونو کې تر ۱۰۰ زره ډېر لیدونکي ته ورسېده او اوس یې ټول لیدنې شاوخوا ۳ میلیونو ته رسېدلي دي.
په دې اجرا کې، پرستو احمدي له اجباري حجاب پرته په سټېج کې ښکاره شوې وه؛ هغه موضوع چې په رسنیز او ټولنیزه فضا کې پراخ غبرګونونه رامنځته کړل.
د ویډیو له خپرېدو وروسته، د ایران قضایه قوې د دې پروګرام د ټولو همکارانو پر ضد قضایي دوسیه پرانیسته او د دې کنسرت د اجرا ځای هم د قم ولایت په تاریخي کاروانسرای «دیرګچین» کې وتړل شو.
پرستو احمدي تر دې مخکې په خپل یوټیوب چینل کې د دې اجرا په اړه لیکلي وو: «زه، پرستو؛ یوه نجلۍ چې غواړم د هغو خلکو لپاره ووایم چې مینه ورسره لرم. دا هغه حق دی چې زه یې نه شم پرېښودلی.»
د دې قضیې د محکومو کسانو په نوملړ کې پرستو احمدي، سهیل فقیه نصیري، امیرعلي پیرنیا، محمدامین طاهري، احسان بیرقدار، محسن لشکري، عبدالرضا بچاري، سیدمجید محسني مقدم او تهمینه منزوي شامل دي.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په ایران کې د هنري فعالیتونو او ورسره تړلو محدودیتونو موضوع لا هم په رسنیزو او ټولنیزو بحثونو کې د پام وړ ځای لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








