د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت افغان ولس ته مبارکي ویلې او د مبارزینو پر ډاډمن مورال او عزم یې ټینګار کړی دی.
پښتین ویلي، په خوست کې د دغه غورځنګ غړی احسان سعادت شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې د طالبانو له لوري یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د درې رنګه ملي بېرغ د انځور خپرولو په تور نیول شوی او تر سختو رواني او فزیکي فشارونو لاندې په زندان کې ساتل کېږي.
نوموړي په خپل پیغام کې د غورځنګ د غړو د مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې په کوزه پښتونخوا کې هم د پاکستاني ادارو له لوري د خپلو ملي او ولسي ارزښتونو د دفاع له امله د غورځنګ غړي له فشارونو او ورکېدو سره مخ کېږي.
پښتین ویلي، د دغو فشارونو او جبرونو سربېره د غورځنګ ملګرو په دواړو غاړو کې د خپلو ملي او ولسي ارزښتونو پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول فشارونه او جبرونه د دغې مفکورې د پلویانو حوصله او عزم نه شي ماتولای.
لیکوال:سعید سمیر








