محمدباقر قالیباف، د ایران د اسلامي شورا رئیس، ویلي چې تهران په اوسني وخت کې نوي مذاکراتو ته نه دی داخل شوی او روانې خبرې یوازې د یوه تفاهملیک د مفاد د پلي کېدو لپاره دي. هغه ټینګار وکړ چې تر هغه وخته پورې چې د دې تفاهملیک لومړني پنځه بندونه عملي نه شي، نوي مذاکرات به پیل نه شي.
قالیباف د ایران د پلاوي سوېس ته د سفر په اړه وویل چې دا سفر د همدې لپاره و چې د موافقه شوو پنځو بندونو د پلي کېدو تعقیب وکړي، نه د دې لپاره چې نوي مذاکرات پیل شي. د هغه په وینا، د تفاهملیک له لاسلیک وړاندې د مذاکراتو بهیر پای ته رسېدلی او اوس تمرکز د مقابل لوري د ژمنو په عملي کېدو دی.
د ایران د پارلمان رئیس په یوه بله برخه کې امریکا «بېوفا دښمن» وبلله او ویې ویل چې له واشنګټن سره هر ډول خبرې باید د همدې واقعیت په پام کې نیولو سره وشي. هغه زیاته کړه: «یوازې هغه څوک بریالي مذاکرات کولی شي چې د جګړې لپاره هم چمتو وي.»
قالیباف همدارنګه د لبنان وضعیت ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې سوېس ته د ایران د پلاوي له سفر وروسته، په لبنان کې د جګړو شدت، د بریدونو کچه او د قربانیانو شمېر کم شوی، که څه هم د هغه په وینا ستونزې لا هم شته. هغه ټینګار وکړ چې د هوکړو ارزونه باید د لبناني چارواکو، لکه شیخ نعیم قاسم، او د لبنان د خلکو د نظر له مخې وشي.
هغه همدارنګه د امریکا د حکومت د نظرونو اختلاف ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکایي چارواکي د ایران په اړه یو واحد دریځ نه لري او هر یو جلا پالیسي تعقیبوي.
د ایران د پارلمان رئیس د هرمز تنګي په اړه وویل چې د دې اوبو لارې حاکمیت د ایران او عمان ترمنځ ویشل شوی او د کښتیو د تګ راتګ مقررات د هغو میکانیزمونو پر بنسټ دي چې ایران یې ټاکي. د هغه په وینا، تهران په دې برخه کې د فاری خلیج له ساحلي هېوادونو سره هم مشورې او د نظر تبادله کوي.
قالیباف په پای کې اعلان وکړ چې د سمندري محاصرې له لرې کېدو وروسته تر اوسه له ایران څخه تر ۴۰ میلیونو زیات بیرل تېل صادر شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








