د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي رحمن الله ګربز د هند پر وړاندې د روانې پنځوس اوریزې (ODI) لوبې په ترڅ کې یوه مهمه سلیزه ووهله.
ګربز د پاڼۍ په اوږدو کې پیاوړې او ډاډمنه توپوهونه وکړه او د هند د توپ اچوونکو پر وړاندې یې چټکې منډې جوړې کړې. نوموړي د لوبې په مهمو شېبو کې خپله سلیزه بشپړه کړه او د افغانستان د منډو په لوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
لیکوال:سعید سمیر








