د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري توپ اچونکي راشد خان په نړۍوالو سیالیو کې د ویکټو شمېر ۴۵۲ ته ورساوه او یو بل تاریخي ريکارډ یې ثبت کړ.
نوموړي دا لاسته راوړنه د هند پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې د درې مهمو ویکټو په اخیستلو سره پوره کړه، چې له مخې یې د خپل نړیوال کرېکټ ویکټې ۴۵۰ څخه پورته کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان تر دې سیالۍ مخکې ۴۴۹ ویکټې لرلې او په همدې لوبه کې یې د خپلو ویکټو شمېر ۴۵۲ ته لوړ کړ. هغه دا کارنامه په خپله ۲۳۷مه نړیواله پاڼۍ کې ترسره کړه او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د ۴۵۰ څخه زیاتې نړیوالې ویکټې لري.
لیکوال:سعید سمیر








