د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح، د پاکستان د پوځ د نوم له یادولو پرته ویلي، چې پخوا یې د افغانستان د مشروع نظام پر ضد دسیسې کولې، خو اوس د یوې نامشروع او ترهګرۍ ته د نږدې ډلې پر ضد توطئې جوړوي.
صالح پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، هغه کسان چې پخوا یې د افغانستان د مشروع جمهوري نظام پر ضد دسیسې کولې، لامل یې دا و چې هغه نظام مشروع و او له نړیوالې ټولنې سره یې نږدې اړیکې لرلې. د نوموړي په وینا، اوس هم هماغه لوری د طالبانو د حکومت پر ضد دسیسې کوي، ځکه دا حکومت نامشروع او له ترهګرۍ سره تړلی ګڼل کېږي.
هغه همداراز پوښتنه کړې: «ایا داسې کوم انتخاب شته چې دوی یې خوښ کړي؟ ایا دوی کولی شي په روښانه ډول ووایي چې څه غواړي؟» صالح د خپلې لیکنې په پای کې زیاته کړې: «دوی اصلاً څوک دي؟»
د صالح دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د پاکستان د پوځ ویاند په یوې خبري غونډه کې ویلي، پاکستان د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او د طالبانو له اوسني حکومت سره ستونزې لرلې او لا هم لري.
لیکوال:سعید سمیر








