TOOSnews
اعلان
سید محمد باقر کاظمي د افغانستان د فوټبال فدراسیون نوی ویاند وټاکل شو.
ورزشټوس نیوز

سید محمد باقر کاظمي د افغانستان د فوټبال فدراسیون نوی ویاند وټاکل شو.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې سید محمد باقر کاظمي د دې فدراسیون د نوي ویاند په توګه ټاکل شوی دی. کاظمي د افغانستان له پېژندل شوو رسنیزو څېرو څخه شمېرل کېږي او د رسنیزو فعالیتونو ترڅنګ یې د هېواد په علمي او پوهنتونونو کې د تدریس مخینه هم لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې ګومارنې په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سید محمد باقر کاظمي، چې د افغانستان له معتبرو رسنیو سره د کلونو کاري تجربه، په پوهنتونونو کې د تدریس مخینه او د معلوماتو د رسونې په برخه کې فعاله ونډه لري، د یوه ژمن، مسلکي او باخبره شخصیت په توګه پېژندل کېږي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د فدراسیون نوی ویاند د ورزش، په ځانګړي ډول له فوټبال او فوټسال سره ځانګړې لېوالتیا لري، او د هغه تجربه، د اړیکو جوړولو وړتیا او له رسنیو او د فوټبال او فوتسال له ټولنې سره بلدتیا، د افغانستان د فوټبال فدراسیون لپاره ارزښتناک ظرفیت ګڼل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې چې سید محمد باقر کاظمي به په خپلې نوې دندې کې د فدراسیون، رسنیو، مینه‌والو او د هېواد د ورزشي ټولنې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

تر دې وړاندې، د افغانستان ورزشي خبریال مصطفی هاشمي د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ویاند دنده پر غاړه لرله. خو فدراسیون تر اوسه د هغه د کاري وضعیت، د دندې د پای ته رسېدو یا بلې دندې ته د ګومارنې په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.