TOOSnews
اعلان
شميم فروتن د «فرانكو لوى» ادبي فسټیوال معتبره جايزه وګټله.
کلتور او هنرټوس نیوز

شميم فروتن د «فرانكو لوى» ادبي فسټیوال معتبره جايزه وګټله.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغاني خبریالې او شاعرې شمیم فروتن د ایټالیا په نړیوال ادبي فرانکو لوی ادبي فسټیوال کې د اوولسم پړاو معتبره ادبي جایزه ګټلې ده.

د راپورونو له مخې، د دې ادبي فستیوال ګټونکي په دې وروستیو کې د ایټالیا په ګروتاماره ښار کې د ځانګړو مراسمو پر مهال وستایل شول.

شمیم فروتن د خپلو ادبي او ژورنالیستیکو فعالیتونو له امله د فسټیوال د جوړونکو له خوا ستایل شوي، او د هغې کار د افغانستان ادبیاتو او رسنیز فعالیت مهم استازیتوب بلل شوی دی.

د «فرانکو لوی» نړیوال ادبي فسټیوال هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي څېرو د ستاینې لپاره جوړېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.