افغان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ د نړیوالې شورا د مقرراتو له مخې هېڅ فعال لوبغاړی نه شي کولی د خپل ملي بورډ له رسمي اجازې پرته په بهرنیو لیګونو کې ګډون وکړي، حتا که هغه له نړیوال کرېکټ څخه استعفا هم ورکړې وي، بیا هم د څو کلونو لپاره د NOC (د نه اعتراض سند) اړتیا پر ځای پاتې وي.
بورډ زیاتوي چې د هند د لیجنډز لیګ سیالۍ نه د هند کرېکټ بورډ او نه هم د نړیوال کرېکټ شورا له لوري رسمي ثبت شوې دي. همدارنګه د ICC د فساد ضد څانګې مخکې له دې خبرداری ورکړی و چې یاد لیګ ته باید تجازه ور نه کړل شي.
د اصولو له مخې، د داسې لیګونو یا فرنچایزونو مسوولین باید د لوبغاړو اړوند ملي بورډ ته د ګډون لپاره رسمي اجازه وغواړي، نه دا چې لوبغاړي په خپله اقدام وکړي.
د همدې سرغړونې له امله، د افغانستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې چې سمیعالله شینواري، محمد شهزاد او افتاب عالم به د هند په لیجنډز لیګ کې د بې اجازې ګډون له کبله لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره له هر ډول کرېکټ څخه محرم وي.








