د چک جمهوریت او سویلي افریقا ملي لوبډلو د ۲۰۲۶ نړیوال جام د دوام په ترڅ کې ۱–۱ مساوي پایله ترلاسه کړه؛ داسې پایله چې د سویلي افریقا د وروستي پنالتي ګول له امله رامنځته شوه.
دا لوبه د A ګروپ د سیالیو برخه وه او چک لوبډلې لوبه ښه پیل کړه. دې لوبډلې په ۶مه دقیقه کې د میخایل سادلیک په وسیله د مسابقې لومړی ګول وواهه او لومړۍ نیمایي یې په برلاسۍ پای ته ورسوله.
چک جمهوریت د خپل ژر ګول وروسته د اوږدې مودې لپاره د لوبې جریان تر کنټرول لاندې وساته؛ خو په دویمه نیمایي کې د حریف د فشار له زیاتېدو سره مخ شو او ونه توانېد خپله برلاسي وساتي.
سویلي افریقا په دویمه نیمایي کې غوره لوبه وړاندې کړه او بالاخره یې په ۸۳مه دقیقه کې د پنالتي فرصت ترلاسه کړ. تبوهو موکونا دغه چانس په ګول بدل کړ او لوبه یې مساوي کړه.
د لوبې په وروستیو دقیقو کې دواړو لوبډلو د برلاسۍ ګول د وهلو هڅه وکړه، خو هېڅ یوه ونه توانېده د مقابل لوري دروازه خلاصه کړي او لوبه په ۱–۱ مساوي پای ته ورسېده.
له دې پایلې سره، دواړو لوبډلو یو ـ یو امتیاز ترلاسه کړ او د A ګروپ څخه د صعود سیالي راتلونکو لوبو ته وغځېده.
دا لوبه د داورۍ له اړخه هم د پام وړ وه، ځکه چې قضاوت یې د ښځینه داورانو یوې ډلې پر غاړه درلود. توري پنسو، امریکایي داوره، د کاترین نسبیت او بروک مایو په ملتیا دا لوبه قضاوت کړه؛ داسې پېښه چې د نارینه وو د نړیوال جام په تاریخ کې د دویم ځل لپاره رامنځته شوه.
لیکواله:سلیمه آریایي








