TOOSnews
اعلان
د تاجیکستان چارواکي: د هېواد د اقتصادي فعالانو نږدې ۲۸ سلنه ښځې جوړوي.
اقتصاديټوس نیوز

د تاجیکستان چارواکي: د هېواد د اقتصادي فعالانو نږدې ۲۸ سلنه ښځې جوړوي.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تاجکستان د دولتي پانګونې او دولتي شتمنیو د مدیریت کمېټې مشر، سلطان رحیم زاده، ویلي چې په دغه هېواد کې د اقتصاد په ډګر کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده. د هغه په وینا، ښځینه سوداګرې اوس د تاجکستان د ټولو اقتصادي فعالانو ۲۷.۸ سلنه جوړوي او شمېر یې له ۱۰۸ زرو څخه اوښتی دی.

رحیم‌زاده د کورنیو او بهرنیو خبریالانو په ګډون په یوه خبري غونډه کې وویل، ډېری ښځینه سوداګرې د تولید، سپکو صنعتونو، کرنې، لاسي صنایعو او کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په برخو کې فعالیت کوي. هغه ټینګار وکړ چې دغه ښځې د تاجکستان د اقتصادي ودې او پرمختګ په بهیر کې مهم رول لري.

د تاجکستان د دولتي پانګونې او دولتي شتمنیو د مدیریت کمېټې مشر همداراز وویل چې د هېواد مالي او پور ورکوونکو بنسټونو ښځینه سوداګرو ته شاوخوا ۴۰۲ میلیونه امریکايي ډالره پورونه او مالي اسانتیاوې ورکړې دي. د هغه په خبره، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۶.۴ سلنه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې، د دوشنبې ښار اجرایي چارواکو هم د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ارزونې په خبري غونډه کې ویلي چې په دغه ښار کې له ۱۵.۵ زرو څخه ډېرې ښځینه سوداګرې فعالیت کوي.

د دوشنبې ښار چارواکو ټینګار وکړ چې د ښځینه سوداګرو ملاتړ د دولت د پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه دی. د هغوی په وینا، د روزنیزو او مشورتي پروګرامونو، ترجیحي پورونو او د کورنیو کاروبارونو د ملاتړ پروګرامونه لا هم روان دي، چې د نوو کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د پلازمېنې د اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.