طالبانو ویلي، چې د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنیز سکتور د ودې، د سبزیجاتو د تولید زیاتوالي او د بزګرانو د مسلکي روزنې په موخه د همکارو موسسو په ملاتړ ۲۵۰ شنې خونې جوړې شوي دي.
د طالبانو د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو شنو خونو د جوړولو هدف د عصري کرنې دودول، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي. د یاد ریاست په وینا، تمه ده چې دغه پروګرام به د کرنې په سکتور کې د پام وړ مثبتې پایلې ولري.
بلخوا، یو شمېر بزګران د دې پروژې هرکلی کوي او وایي، که د کرنې او تولید لپاره ورته فرصتونه برابر شي، نو د روزګار په موخه به نورو هېوادونو ته د کډوالۍ اړتیا کمه شي.
د یوې شنې خونې مسوول هم ویلي، چې پر څلور جریبه ځمکه یې ۱۲ ګلخانې جوړې کړي او هره ورځ ترې شاوخوا دوه نیم ټنه حاصلات ترلاسه کوي. د هغه په وینا، شنې خونې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کورنیو عوایدو په لوړولو کې مهم رول لري.
طالبانو ټینګار کړی، چې د ورته پروژو پلي کول به د بغلان په کچه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د عصري کرنې د پراختیا لپاره ګټور تمام شي. بغلان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ تکیه لري.
لیکوال:سعید سمیر








