طالبان وایي چې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو فعالیتونو د اسانتیا په موخه یې د ملي پراختیا شرکت له لارې یو شمېر کرنیز ماشینونه جوړ کړي او بازار ته یې وړاندې کړي دي.
دغه شرکت، چې د ملي پراختیا شرکت په نوم فعالیت کوي، شنبې د غبرګولي ۱۶مه په اېکس (پخواني ټویټر) کې ویلي چې په نویو تولیداتو کې ترېشرونه، لیزر لیولونه، د نیالګیو د کينولو ماشینونه او بېلابېلې قلبي (پلوګونه) شامل دي.
د یاد شرکت په وینا، دغه وسایل له بهرنیو ورته محصولاتو په پرتله ټیټه بیه لري او د عمده او پرچون پلور لپاره بازار ته وړاندې شوي دي. همداراز ویل شوي چې د دغو ماشینونو لپاره یو کلن رسمي تضمین (وارنټي) او د خرڅلاو وروسته خدمات هم برابر شوي دي.
شرکت له دولتي ادارو، وزارتونو، سوداګرو، کرنیزو شرکتونو، موسسو او بزګرانو غوښتي چې د لا زیاتو معلوماتو او د محصولاتو د لیدلو لپاره په کابل کې د مرکزي دفتر له لارې مراجعه وکړي او د پېر او پلور تړونونه ترسره کړي.
خو په اعلامیه کې دا روښانه شوې نه ده چې دا کرنیز وسایل په داخل د افغانستان کې تولید شوي او که له بهر څخه وارد شوي دي.
یاد شرکت د تېر جمهوري نظام پر مهال د دولتي ساختماني او پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره جوړ شوی و، خو اوس مهال لومړی ځل دی چې د کرنیزو ماشینونو د تولید او پلور برخه کې فعالیت پیلوي. تر دې مخکې یې د بس او موټر د جوړولو ادعا هم کړې وه، خو د دې برخې د دوام په اړه واضح معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








