TOOSnews
اعلان
طالبان: په اتو ولايتونو كې د ۴۴ تاريخي سيمو حريم تثبيت او ټاكل شوى.
کلتور او هنرټوس نیوز

طالبان: په اتو ولايتونو كې د ۴۴ تاريخي سيمو حريم تثبيت او ټاكل شوى.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د لرغون‌پوهنې ریاست پلاوي په غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو کې ۴۴ لرغونې سیمې او تاریخي ابدات ارزولي او د دغو سیمو د حریم د تثبیت او ټاکلو پرېکړه یې کړې ده.

د دغه وزارت د لرغون‌پوهنې رییس سید ذبیح‌الله سادات ویلي، چې لرغونې سیمې او تاریخي ابدات د افغانستان د هویت، تاریخ او فرهنګ مهمه برخه ده او ساتنه یې ځانګړی اهمیت لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، د یادو سیمو د ارزونې او حریم ټاکلو ترڅنګ، د فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه د دولتي مسوولانو او خلکو لپاره د عامه پوهاوي او ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو هڅې هم شوي دي.

سادات ویلي، چې دغه پروګرامونه کولی شي د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې، د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو او د لرغونو اثارو د تخریب او ناقانونه ودانیزو چارو د مخنیوي په برخه کې اغېزناک تمام شي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې پر طالبانو د تاریخي او فرهنګي ودانیو د ساتنې په برخه کې نیوکې هم شوي دي. تر دې وړاندې په کابل کې یوه پخوانۍ سینما نړول شوې او د دهمزنګ په سیمه کې د «امیر دوست محمد خان ښوونځي» ودانۍ د ښاري پراختیا او سړکونو د پراخولو په نقشه کې شامله شوې ده.

همداراز، د روان کال په فبروري کې په کندهار کې یو شمېر فرهنګیانو ادعا کړې وه چې د طالبانو ښاروالۍ د احمد شاه بابا د واکمنۍ پر مهال د دولت د خزانې اړوند یوه تاریخي ودانۍ نړولې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.