TOOSnews
اعلان
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د ۴۸ ملي ټیمونو په ګډون په مېکسیکو سیټي کې پیل شو.
ورزشټوس نیوز

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د ۴۸ ملي ټیمونو په ګډون په مېکسیکو سیټي کې پیل شو.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام چې د ۴۸ ملي لوبډلو په ګډون او د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي، پنجشنبې د غبرګولي ۲۱مه نېټه په مکسیکوسیټي کې په رسمي ډول پیل شو.

د دې سیالیو د پرانیستې مراسم د مکسیکو د پلازمېنې په ازټېکا لوبغالي کې ترسره شول او زرګونه نندارچیان او د فیفا چارواکو پکې ګډون کړی وو.

دا د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ۴۸ ټیمونه په دې سیالیو کې برخه اخلي. تر دې مخکې، له ۱۹۹۸ تر ۲۰۲۲ پورې نړیوال جام د ۳۲ ټیمونو په ګډون ترسره کېده.

له پرانیستې مراسمو وروسته، د دې دورې لومړۍ لوبه د مکسیکو او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوه.

ازټېکا لوبغالی د خپل تاریخ په اوږدو کې د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام د پرانیستې کوربه‌توب وکړ. دې لوبغالي مخکې هم د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ نړیوالو جامونو د پرانیستې مراسم کوربه توب کړي وو.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د دې سیالیو لومړۍ دوره ده چې په ګډه توګه په درې هېوادونو کې ترسره کېږي او د ټیمونو د شمېر د زیاتېدو له امله د لوبو شمېر هم په څرګند ډول ډېر شوی دی.

په دې دوره کې ټولټال ۱۰۴ لوبې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام ۶۴ لوبې درلودې.

ټیمونه په ۱۲ ګروپونو کې چې هر یو یې څلور ټیمونه لري وېشل شوي، او د ګروپي پړاو په پای کې د هر ګروپ لومړۍ او دوهمه لوبډله، د غوره درېیو اتو ټیمونو سره یوځای د حذفي پړاو ته صعود کوي.

دا سیالۍ به په درې کوربه هېوادونو کې په ۱۶ لوبغالو کې ترسره شي او له یوې میاشتې څخه زیات دوام به ولري.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبه به د جولای په ۱۹مه د نیویارک-نیو جرسي په مېټلايف لوبغالي کې ترسره شي، چې د دې تر ټولو لوی نړیوال جام اتل به وټاکي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.