د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم د فیفا او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون لخوا په تبعید کې د رسمي پیژندل کېدو پروسه د افغان ښځو د حقونو او په سپورټ کې د هغوی د شتون ملاتړ لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کیږي.
دغې جبهې پنجشنبې، د غویي په ۱۰مه نېټه، د دې پریکړې هرکلی وکړ او دا یې د نړیوالې کچې یو مهم اقدام بللی دی. د خبرپاڼې له مخې، د ښځو ملي فوټبال ټیم په تبعید کې د افغانستان د رسمي استازو په توګه په نړیوالو سیالیو کې منل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې فیفا دغه اقدام په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو او ازادیو ملاتړ ته یو ګام بللی دی.
د آزادۍ جبهې همدارنګه دې پریکړې ته د ښځو ملي فوټبال ټیم لوبغاړو، روزونکو او ټولو هغو کسانو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي، مبارکي ویلې ده.
په خبرپاڼه کې دې ته هم اشاره شوې چې د افغانستان د ښځو ملي فوټبال ټیم کولی شي د هېواد د آزادۍ او جنډر برابری لپاره د مبارزې او استقامت یوه نښه وښودل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








