کندهار کې د انار ګل په نوم دودیزه مشاعره او ولسي مېله سږکال داسې فضا کې ترسره شوه، چې د ادب، شعر او فرهنګ پر ځای پکې تر ډېره د طالبانو د حکومت د ملاتړ، د ملا هبت الله د ستاینې او د اوسني نظام د دوام خبرې کېدې.
د غونډې پر مهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازو شاعرانو او لیکوالانو ته ټینګار وکړ، چې باید خپل شعرونه او لیکنې د “اسلامي نظام” د دفاع، د امیر د اطاعت او د حکومتي فرمانونو د ترویج لپاره وکاروي.
په همدې ناسته کې د کندهار د علماوو شورا غړي مولوي عبدالهادي ابوالخالد ځوانانو ته وویل، د قیمتي موبایلونو پر ځای دې وسلې واخلي او هر وخت دې د “جهاد” لپاره چمتو وي. نوموړي زیاته کړه چې ځوانان باید راکټونه او نورې وسلې ولري او د جګړې لپاره تیار پاتې شي.
سرچینې وایي، د مشاعرې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ګډونوالو ته د ویډیو ثبتولو اجازه نه ورکوله، څو د غونډې ټولې ویناوې او څرګندونې په پراخه توګه خپرې نه شي.
راپورونه ښيي، چې طالبان نه یوازې په کندهار کې د انار ګل دودیزه مشاعره، بلکې په ننګرهار کې د نارنج ګل تاریخي مشاعره هم تر ډېره د خپلو سیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره کاروي او پکې د مخالفینو پر ضد څرګندونې او پروپاګند ته ځای ورکول کېږي.
یو شمېر افغانان باور لري، چې طالبان د هېواد له دودیزو کلتوري ارزښتونو او ادبي روایتونو سره په ټکر کې دي او هڅه کوي دا دودونه د خپل فکري او سیاسي لیدلوري له مخې بدل او محدود کړي.
لیکوال:سعید سمیر








