TOOSnews
اعلان
سپاه پاسداران په بحرین او کویټ کې د امریکا پر پوځي اهدافو د برید خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

سپاه پاسداران په بحرین او کویټ کې د امریکا پر پوځي اهدافو د برید خبر ورکړ.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا د سهار وختي بریدونو په ځواب کې یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو سره ګډ عملیات ترسره کړي او د امریکا ۸۵ پوځي اهداف یې په نښه کړي دي. د سپاه په وینا، د بحرین د امریکا د پنځمې بېړۍ‌مشرۍ مرکز او په کویټ کې د علي السالم هوايي اډه د دې عملیاتو له اهدفو څخه وو.

سپاه همداراز ادعا کړې چې یوه امریکايي «ام کیو ۹» بې‌پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې ده، چې د دې ادارې په وینا غوښتل یې په عملیاتو کې لاسوهنه وکړي.

تر اوسه پورې دا ادعاوې د امریکايي چارواکو یا خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تأیید شوي، او د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه هم نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې، د کویټ د پوځ لوی درستیز اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونه د دښمن د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې په مقابله بوخت دي. دې ادارې زیاته کړې چې که د چاودنو غږونه واورېدل شي، دا غږونه د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د متخاصمو هدفونو د شنډولو له امله دي.

هم مهاله، په بحرین کې هم د خبرداري سایرنونه وغږول شول. د بحرین د کورنیو چارو وزارت په «اېکس»ټولنیزه شبکه کې له خلکو وغوښتل چې خپل ارامتیا وساتي او تر ټولو نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.

دا خبرداري وروسته له هغه ورکړل شول چې د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان وکړ چې د امریکا د نویو بریدونو په غبرګون کې به «سخت ځواب» ورکړي. د دې خبر تر خپرېدو پورې، امریکايي چارواکو د سپاه پاسداران د ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.