TOOSnews
اعلان
هند او افغانستان به راتلونكي سپټمبر مياشت كې درې شل اوريزې سيالۍ وكړي.
ورزشټوس نیوز

هند او افغانستان به راتلونكي سپټمبر مياشت كې درې شل اوريزې سيالۍ وكړي.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل‌اوریزو سیالیو یوه لړۍ د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په کوربتوب پلان شوې ده، چې د راپورونو له مخې به په نوې ډیلي کې ترسره شي.

د راپورونو له مخې، د دواړو کرېکټ بورډونو (افغانستان او هند) له لوري تر اوسه په رسمي ډول د دغې لړۍ اعلان نه دی شوی او نه یې جزئیات تایید کړي دي.

دغه احتمالي سېریز داسې مهال مطرح کېږي چې دواړه لوبډلو مخکې یوازې یو ځل د هند په کوربتوب د شل‌اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.

بل لور ته، د معلوماتو له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره تمرینونه کوي، چې د کرېکټ د راتلونکو نږدې سیالیو برخه ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.