TOOSnews
اعلان
د پلخمري د ستنو جوړونې فابريکه د هېواد د برېښنايي ستنو ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي.
اقتصاديټوس نیوز

د پلخمري د ستنو جوړونې فابريکه د هېواد د برېښنايي ستنو ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پلخمري د برېښنايي ستنو جوړولو فابریکې مسوولینو اعلان کړی چې دا فابریکه اوس مهال د افغانستان د برېښنايي ستنو شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیا پوره کوي. د دوی په وینا، د دې فابریکې تولیدات په هېواد کې د برېښنا رسونې پروژو د پرمختګ او د انرژۍ د بنسټیزو زیربناوو په پراختیا کې مهم رول لري.

د فابریکې مسوولین وایي، که لا ډېر ملاتړ او پانګونه ورته برابره شي، د فابریکې د تولید ظرفیت به په څرګند ډول لوړ شي او د هېواد د کورنیو اړتیاوو لویه برخه به د کورني تولیداتو له لارې پوره شي.

هغوی همدارنګه ټینګار کړی چې د دې فابریکې د فعالیتونو پراختیا کولی شي د لا ډېرو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د برېښنايي ستنو په وارداتو کې د هېواد اړتیا راکمه کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.