د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي. دا دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوي او د وسلهوالو ډلو بریدونه دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان، لکه د هر بل هېواد په څېر، حق لري چې د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې دفاع وکړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان خلک په تېرو کلونو کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو څخه سخت زیانمن شوي دي.
دا څرګندونې په داسې شرایطو کې شوي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د بریدونو او نښتو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د اسلاماباد چارواکي وايي چې په دغو سیمو کې فعالې وسلهوالې ډلې د وروستیو ناامنيو د یوې مهمې برخې مسوولیت لري.
متحده ایالات په ورته وخت کې په خپلو رسمي دریځونو کې، د هېوادونو د دفاع له حق څخه د ملاتړ ترڅنګ تل د ترینګلتیاوو د کمولو، د شخړو د پراخېدو د مخنیوي او د بحرانونو د حل لپاره د سیاسي او امنیتي لارو چارو پر تعقیب هم ټینګار کوي.
د واشنګټن وروستۍ څرګندونې د پاکستان د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د دفاع د حق د ملاتړ په چوکاټ کې ارزول کېږي او د پراخو پوځي عملیاتو یا د جګړې د زیاتېدو ملاتړ نه دی، بلکې د امریکا د دیپلوماټیکو دریځونو او په سیمهییزو امنیتي مسایلو کې د هغې د عمومي سیاست یوه برخه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








