د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو شمالي اتلانتیک تړون سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ورسېد. هغه د سېشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۶مه، له غرمې مخکې د امریکا د نوې «اېرفورس وان» الوتکې په وسیله چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې ده، د انقرې په هوايي ډګر کې ښکته شو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په هوايي ډګر کې د ډونالډ ټرامپ هرکلی وکړ. د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه مشران به لومړی یوه ځانګړې او دوهاړخیزه ناسته ولري، او وروسته به د دواړو هېوادونو د پلاوو په ګډون ګډه غونډه ترسره شي.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د دفاعي صنایعو همکاري به د ډونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وي. تمه ده چې دغه لیدنې شاوخوا درې ساعته دوام وکړي او دواړه لوري به د ګډو علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
د لیدنو له پای ته رسېدو وروسته، ډونالډ ټرمپ به هغه هوټل ته انتقال شي چې پراخ امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي. همدارنګه ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر د سېشنبې په ماښام د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په ماښامنۍ مېلمستیا کې ګډون وکړي.
دا سفر په تېرو ۱۷ کلونو کې ترکیې ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی رسمي سفر بلل کېږي. د سپینې ماڼۍ د اعلان شوي پلان له مخې، ډونالډ ټرمپ به په انقره کې د خپل حضور پر مهال ګڼې او مهمې دیپلوماټیکې لیدنې ترسره کړي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ډونالډ ټرمپ به په دې سفر کې د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له مشر ډان کین، په ناټو کې د امریکا له سفیر مېټ ویتاکر، او په ترکیه کې د امریکا له سفیر ټام بارک سره هم وګوري.
لیکواله:سلیمه آریایي








