د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «فاکس نیوز» شبکې سره په یوه ټلیفوني مرکه کې عمان ګواښلی چې که دغه هېواد د ایران په اړه د هغه د ادارې د خبرو اترو په بهیر کې «خنډ جوړ کړي»، نو د امریکا له پوځي برید سره به مخ شي.
د «فاکس نیوز» د راپور له مخې، د دې شبکې خبریال ټېري ینګسټ د ټرمپ له قوله ویلي چې د امریکا ولسمشر په دې خبرو کې د یوې سپکوونکې او ناوړه اصطلاح په کارولو سره عمان ګواښلی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې مسقط د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په تړاو په خبرو اترو کې مهم رول لوبوي.
په همدې حال کې، ایراني چارواکو ویلي چې تهران او عمان د هرمز تنګي اړوند مسایلو په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. خو د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو راتلونکی لا هم نامعلوم دی او د دواړو لورو ترمنځ ۶۰ ورځنی تفاهملیک عملاً پای ته رسېدلی دی.
هرمز تنګی د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د فبرورۍ په میاشت کې د پوځي نښتو له پیل راهیسې تر ډېره تړلی پاتې دی. دغه سمندري مسیر په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او معمولاً د نړۍ شاوخوا یو پر پنځمه برخه تېل او مایع طبیعي ګاز د همدې لارې انتقالېږي.
د هرمز تنګي بېرته پرانیستل اوس د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي. امریکا هم د عمان د هڅو ترڅنګ، د دې حیاتي سمندري لارې د بېرته پرانیستلو د تضمین لپاره جلا خبرې تعقیبوي.
عمان چې د هرمز تنګي په جنوبي برخه کې موقعیت لري، ویلي چې په روانو شخړو کې بېطرفه دریځ لري. خو دغه هېواد په دې موده کې د ایران له لوري د څو بریدونو هدف هم ګرځېدلی او لا هم د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه په خبرو کې د منځګړي په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په همدې ټلیفوني مرکه کې دا ادعا هم کړې چې امریکا له سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سره د اړیکو یو مستقیم او محرم کانال لري؛ هغه اداره چې د ایران له مهمو پوځي، اقتصادي او سیاسي لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.
د عمان په اړه د ټرمپ نوې څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره دیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو لا هم روښانه نه ده چې د دواړو لورو خبرې به څه پایله ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








