د ایران رسنیو راپور ورکړی چې ابوالفضل سپاهي بادجاني او امیرحسین صفري حسینآبادي، چې د مرغومي میاشتې د اعتراضونو په تړاو نیول شوي وو، اعدام شوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس «اېرنا» سېشنبې د زمري ۶مه د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې دغه دوه کسان د اصفهان د ملکشهر سیمې په شهید علیخاني میدان کې د څلورو امنیتي او انتظامي ځواکونو د وژل کېدو په قضیه کې د ګډون په تور اعدام شوي دي.
له دې مخکې هم د ایران قضايي قوې د چنګاښ په ۲۸مه د عرفان اسفندیاري او ګلمحمد محمدي، چې د همدې دوسیې دوه نور تورن کسان وو، د اعدام خبر ورکړی و. د دغو حکمونو له عملي کېدو سره، د «اصفهان د علیخاني میدان» په نوم د قضیې د اعدام شویو کسانو شمېر څلورو ته رسېدلی دی.
د اعدامونو له ترسره کېدو څو ساعته مخکې، د اصفهان د علیخاني میدان په اړه راپورونه خپاره شوي وو چې د اعدام د اجرا لپاره د داربستونو د جوړېدو خبر یې ورکاوه. همدارنګه، د ځینو رسنیو او په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د څو تورنو کسانو له کورنیو سره د «وروستۍ لیدنې» لپاره اړیکه نیول شوې وه.
په همدې وخت کې، په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې یو شمېر خلکو هڅه کړې وه د علیخاني میدان شاوخوا راټول شي، خو امنیتي ځواکونو له هغوی نیوکې سره مخ شوي دي . د ایران رسمي چارواکو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
په ایران کې د تېر کال د مرغومي میاشتې اعتراضونه په لومړي سر کې د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او د ملي پیسو د ارزښت د کمېدو پر ضد د اعتراضونو په توګه پیل شول. دغه اعتراضونه د مرغومي په ۱۸مه او ۱۹مه نورو ښارونو ته هم وغځېدل او وروسته د امنیتي ځواکونو د مداخلې له امله پای ته ورسېدل.
د ایران حکومت ویلي چې د دغو اعتراضونو پر مهال له ۳ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي دي؛ خو ځینو بشري حقونو سازمانونو دغه شمېره کمه بللې او ویلي یې دي چې د قربانیانو شمېر له رسمي اعلان شوې شمېرې زیات دی. همدارنګه، ایراني چارواکو ویلي چې د دغو پېښو پر مهال له ۱۰۰ څخه ډېر پولیس، امنیتي او انتظامي کسان هم وژل شوي دي.
له دغو اعتراضونو وروسته، لسګونه کسان ونیول شول او په بېلابېلو قضیو کې محاکمه شول. د ځینو تورنو کسانو لپاره د اعدام حکمونه صادر او عملي شول. په همدې حال کې، راپورونه وایي چې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د پوځي شخړو له پیل وروسته په ایران کې د اعدامونو د اجرا بهیر زیات شوی او لسګونه کسان د جاسوسۍ او له بهرنیو هېوادونو سره د همکارۍ په څېر تورونو له امله اعدام شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








