TOOSnews
اعلان
د شباشک له کان څخه هره ورځ تر ۳۰۰ ټنو پورې د ډبرو سکرو استخراج کېږي.
اقتصاديټوس نیوز

د شباشک له کان څخه هره ورځ تر ۳۰۰ ټنو پورې د ډبرو سکرو استخراج کېږي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د شمال د امارتي سکرو شرکت اړوند د شباشک کان هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ټنو پورې د لوړ کیفیت ډبروسکاره استخراجوي. د دې ادارې په وینا، د شاکول، جیحون او قرمل کانونه هم د افغانستان په شمال کې د ډبروسکرو د استخراج په بهیر کې فعال دي.

مسوولین وایي، له دغو کانونو څخه د استخراجېدونکو ډبروسکرو حرارتي ارزښت د ۶۰۰۰ او ۶۵۰۰ کیلوکالوریو ترمنځ دی او دا سکاره د لوړ کیفیت لرونکي دي. هغوی همدارنګه ټینګار کوي چې په یادو کانونو کې د استخراج چارې په منظم ډول روانې دي.

په ورته وخت کې، کارپوهان د کانونو د استخراج د کچې، له کانونو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو او د دغو عوایدو د لګښت څرنګوالي په اړه د روڼتیا پر اړتیا ټینګار کوي. د هغوی په باور، د طبیعي سرچینو شفاف مدیریت او کره معلوماتو وړاندې کول د عامه باور په زیاتولو او د هېواد له کانیزو سرچینو څخه په اغېزمنه ګټه اخیستنه کې مهم رول لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.