په روسیه کې یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان چې یوګور ا. نومېږي، د ټولنیزې شبکې «وکېوې» (VKontakte) کې د طالبانو په اړه د یوې څرګندونې د خپرولو له امله په ۱۰ زره روبلو نغدي جریمې محکوم کړی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روستوف-نا-دونو ښار د اکتوبر ولسوالۍ محکمې دغه ځوان د «د کرکې یا دښمنۍ پارولو» په تور مجرم بللی او د نغدي جریمې حکم یې صادر کړی دی.
ویل کېږي چې جنجالي څرګندونه د طالبانو اړوند د یوه پوسټ لاندې خپره شوې وه او پکې د دې ډلې په اړه سپکوونکې جملې شاملې وې. د محکمې په حکم کې راغلي چې دا څرګندونې د روسیې او افغانستان د وګړو ترمنځ د دښمنۍ د پارولو په توګه ارزول شوي دي.
د راپور له مخې، تورن کس د قضیې د اورېدنې پر مهال لګول شوي تورونه منلي او د خپلو څرګندونو له خپرولو یې پښیماني څرګنده کړې ده.
دا قضیه په روسیه کې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د بیان د ازادۍ او په انټرنېټ کې د کاروونکو د قانوني مسوولیت ترمنځ د پولو په اړه بحثونه راپورته کړي دي.
ځینې څارونکي وایي چې دا موضوع په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د طالبانو سره د هېوادونو د تعامل څرنګوالی او د دې ډلې نړیوال سیاسي او حقوقي دریځ لا هم د بحث وړ موضوعات دي.
سره له دې چې د دې قضیې په اړه راپورونه خپاره شوي، تر اوسه د افغانستان د چارواکو یا د طالبانو د استازو له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








