د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د اسلاماباد د تفاهم یادښت د نهایي کېدو او وروستۍ مرحلې ته نږدې شوی او ټینګار یې کړی چې تر رسمي اعلان مخکې باید د دې هوکړې د محتوا په اړه له اټکلونو او ګومانونو ډډه وشي.
عراقچي د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه تفاهم یادښت د نهایي کېدو چارې په جدي توګه روانې دي او اړوند لوري د وروستیو ترتیباتو پر بشپړولو بوخت دي.
هغه زیاته کړې چې په رسنیو کې د یاد تفاهم یادښت په اړه خپرېدونکي اټکلونه له وخته مخکې دي او غوره ده چې د رسمي اعلان تر خپرېدو پورې ورته انتظار وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دوی کړنلاره تل مسوولانه او شفافه ده او ژمنه یې کړې چې د تفاهم یادښت له نهایي کېدو وروسته به یې ټول جزییات په مناسب وخت کې له خلکو او رسنیو سره شریک شي.
عراقچي د یاد تفاهم یادښت د محتوا، د خبرو اترو د لورو او د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د هوکړې د بشپړېدو لپاره پاتې واټن ډېر لنډ شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








