د پاکستان پولیسو ویلي چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یو افغان وګړی د نامعلومو وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، دغه افغان وګړی «سرتاج» نومېده او د تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د نوشهرې ولسوالۍ اړوند د خان شیرګړۍ په کلي کې اوسېده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د سرتاج مړی د هغه د استوګنې ځای ته څېرمه په کرنیزو ځمکو کې موندل شوی و. د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته یې مړی کورنۍ ته سپارل شوی او د خاورو ته سپارلو لپاره افغانستان ته لېږدول شوی دی.
د پاکستان پولیسو تر اوسه د دې وژنې د انګېزې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي. مسؤلو چارواکو ویلي چې د پېښې د عاملانو د پېژندلو او د وژنې د لامل د روښانه کولو لپاره پلټنې لا هم روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








